د بیلاروس ولسمشرالکساندرلوکاشینکا وویل چې په بیلاروس کې باید د ټولو یهودانو څارنه وشي.
لوکاشینکا دا خبرې تیره ورځ ملت ته ترخپلې کلنۍ وینا وروسته وکړې او د بیلاروس د انټرنټ پرسترچمتو کوونکي، یوري سیسر یې انتقاد وکړ او ویې ویل، ما یو کال مخکې غوښتي و چې په بیلاروس کې د ټولو یهودانو نظارت وکړئ.
لوکاشینکا بیا سیسرته اشاره وکړه او ویې ویل، موږتر اوسه نه یوو توانیدلي چې دا سړی عادي کړو.
سیسرله امیستردامه په ټیلفون ازادۍ راډیوته وویل چې دی نه پوهیږي چې د یهودانو له عادي کیدوڅخه مطلب څه دی، یهودان سازمان نه دی.
لوکاشینکا پخوا هم د یهودانو پرضد خبرې کړې وې.