سیاس: په بدخشان کې د وروستۍ پيښې د قربانیانو لپاره درې نیم میلیون افغانۍ استول شوي

د افغانستان له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي چې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې د وروستۍ پيښې د قربانیانو لپاره درې نیم میلیون افغانۍ استول شوي دي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس نن له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې په دغې پيښه کې د زیانمنو شوو خلکو د درملنې په هدف سیمي ته د ډاکترانو یو ټیم هم استول شوی دی.

پرهمدې مهال د بدخشان سرپرست والي شاه ولي ادیب وايي چې د دغه ولایت زیاتې سیمي د طبیعي پيښو د رامنځته کیدو د ګواښ سره مخامخ دي او حکومت باید د نړېوالو موئسسو سره په ګډه په دې برخه کې همکاري وکړي.