نورسلطان نظربایف د قزاقستان د ولسمشرپه توګه لوړه پرځای کړه

نورسلطان نظربایوف د پنځم ځل لپاره د قزاقستان د ولسمشر په توګه لوړه پرځای کړه.

نوموړي درې ورځې وړاندې د هېواد عمومي انتخابات چې د نړېوالو څارونکو له خوا تر انتقاد لاندې راغله، وګټل.

۷۴ کلن نظربایف په استانه کې د خپلواکۍ په ماڼۍ کې لوړه پرځای کړه او ویي ویل چې د منځني اسیا دغه د تیلو تولیدونکې هېواد به خپله بهرنۍ پالیسۍ کې د تعادل رامنځته کولوته دوام ورکړي. دی وایي:

″موږبه له خپلوستراتیژیکو متحدینولکه روسیې، د چین جمهوریت، د امریکا متحده ایالاتو، اروپایې ټولني او د اسلامي نړۍ سره د اړیکو پرمختیا ته دوام ورکړو.″

د لوړې مراسم په غیرمعمول ډول د اپریل د ۲۶ نیټې تر انتخاباتو وروسته ډیر ژر یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې نظربایف رسما خپله کامیابي اعلان کړه.

ویل کېږي نوموړي ۹۷،۷۵ فیصده رایې ګټلي دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکې وایي؛ رايي ورکوونکو ته ریښتونی انتخاب نه وو ورکړل شوی.

نورسلطان نظربایف له ۱۹۸۹ کال راهیسي پرقزاقستان واکمن او دا دوه کله مخکې له هغه وو چې دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته خپلواکې واخلي.

منتقدین وایي؛ نظربایف د مخالفینو په حاشیه کې ساتلو او ځپلوسره او هم په داسې طراحیانو سره خپل واک ساتلی چې ځان یې د ولسمشرۍ دورې له محدودیتونو څخه مستثنی کړی دی.

بل خوا د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف کریم مسیموف د دغه هېواد د صدراعظم په توګه بیا وګماره.

د نظربایف د رسنیو دفتر وایې؛ ولسمشرنن د مسیموف د بیا ټاکني حکم لاسلیک کړ.

۴۹ کلن مسیموف له ۲۰۰۷ څخه ۲۰۱۲ او بیا د ۲۰۱۴ له اپریل څخه تراوسه پورې د دغه هېواد صدراعظم پاته شوی دی.

دغه نوې دنده د قزاقستان د پارلمان له لوري د رایو په اتفاق تصویب او وروسته يي ولسمشر حکم لاسلیک کړ.

اوس مهال د نظربایف د نوروتان ګوند په پارلمان کې ډیری څوکۍ لري.