هاشمي: سږکال به بهرنیو هېوادونو ته د صادراتوکچه له ۶۵ زره ټنو څخه زیاته وي

د افغانستان د صادراتو د پراختیا ادارې چارواکې وایې؛ هیله من دي چې سږکال به بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو کچه له پنځه شپیته زره ټنو څخه زیاته وي.

په کابل کې د صادراتو د پراختیا ادارې عامل ریس سیدعظیم مصطفی هاشمي ازادۍ راډیو ته وویل، د پلان له مخې دوی هڅه کوې چې سږکال افغاني محصولات په لوړه پيمانه بهرته صادرکړي.

دی وایې چې د تیر کال په پرتله به سږکال د صادراتو کچه پنځلس په سلو کې زیاته وي:

″هغه هیلې چې سږکال د کرنې د پراختیا په برخه کې لرو د امید لرو چې موږ د صادراتو په برخه کې وکولای شو حد اقل ښه لاسته راوړنې ولرو، هغه پلان ته چې موږ ورته وړاندوینه کړې تر 65 زره ټنه زیات صادرات باید ولرو.″

چارواکې وایې؛ تیرکال د انتخاباتو پروسه او سیاسي لانجې د دې لامل شوې چې بهرته د صادراتو کچه محدوده شي.

دغه اداره اوس مهال پاکستان، منځنۍ اسیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته له افغانستانه تازه او وچه میوه، ترکاري او طبي بوټي صادروي.