فرانزمایکل ملیبین: اشرف غني او عبدالله دې پر انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون خپل اختلافات حل کړي

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د رییس د ټاکلو پر سراختلافات ژرتر ژره پای ته ورسوي.

فرانزمایکل ملیبین په یوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د رڼو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د انتخاباتي سیستم اصلاح کولو ته اړتیا ده.

پرهمدې مهال د ملي وحدت حکومت د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال اصف اشنا وايي چې ولسمشر او اجرایوي ریس د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس پرټاکلو هوکړې ته رسیدلي دي.

نوموړي وویل چې ډیر ژر د دې کمیسیون مشر معرفي او کمیسیون به خپل کارونه پيل کړي.