د کندز په بېلابېلو سیمو کې جګړه لاهم دوام لري

د کندزولایت په مختلفو سیموکې د افغان امینتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.

په کندزکې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، افغان ځواکونو وسله وال مخالفین له هغو سیمو په شاه کړي چې وسله والو نیولي وې.

د کندز والي عمر صافي ازادۍ راډیو ته وویل چې د منځنۍ اسیا اتباع، عربان او پاکستانیان په کندز کې د افغان ځواکونو په وړاندې جګړې کې لاس لري.

ښاغلي صافي زیاتوي په دغه نښته کې تر اوسه لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

وسله والو مخالفینو تردې دمه کومه تبصره نه ده کړې.