اوباما: په بالتیمور ښار کې له تاوتریخوالې ډکې پېښې د توجيح وړ نه دي

د امریکا ولسمشر وايي؛ په بالتیمور ښارکې د تاوتریخوالې ډکو بلواو ته هیڅ توجیح نشته.

د متحده ایالاتو په بالتیمور ښارکې وروسته ترهغې بلواوې پیل شوې چې د پولیس په توقیف کې یوه ټپي شوي یوه تور پوستي سړي په روغتون کې ساه ورکړه.

تیره ورځ زرګونه پولیس او د سرحدي ګارډ سرتیري د دې بلواو د ارامولو لپاره وګمارل شول.

د بالتمیور والي په ښارکې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی او راپورونه وايي چې د پولیسو او بلوا کوونکو ترمنځ په نښتوکې ګڼ شمېرکسان ژوبل شوي دي.