په نیپال کې د زلزلې د قربانیانو شمېرله څلور زره او درې سویو اوښتی

په نیپال کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېرله څلور زره او درې سویو اوښتی دی.

چارواکي دغه راز وايي، په دې زلزله کې اته زره نورخلک ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د نړېوالو مرستې بالاخره نن دې هېواد ته چې د هیمالیا د غرونو په لمن کې پروت دی او اته ویشت میلیونه وګړي لري، ورسېدې.

د شنبې په ورځ یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ريښترپه مقیاس ۷ اعشاریه ۸ و، نیپال د چین او هند لرې پرتې سیمې ولړزولې.

د نړۍ په تر ټولو لوړ غره، مونت ایورسټ کې هم د زلزلې له کبله را ښویدلې واورې په یوه کمپ کې اتلس کسان ووژل. زلزلې په هند کې ۶۱ او د چین په تیبیت سیمه کې یي پنځه ویشت کسان ووژل.

چارواکي وايي، په داسې حال کې چې له لیرې پرتو غرنیو سیموڅخه د مرګ ژوبلې راپورونه رسېږي، د زلزلې د قربانیانو شمېرممکن له دې هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړېوال پروګرام ویاندې ایلیزابیت بایرس په ژنیو کې وویل چې د زلزلې له کبله زیانمنو او بې کوره شویو زرګونه خلکو ته د خوړو، سرپناه او اوبو برابرولو لپاره د مرستې پراخو فعالیتونو ته اړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري ویلي چې هېواد یې له زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف لس میلونه ډالره مرسته استوي.