د بدخشان په خواهان کې د ځمکې د ښوییدلو له کبله سلګونه کورنۍ ترخاورو لاندې شوي

د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکې د ښوییدلو له کبله سلګونه کورنۍ ترخاورو لاندې شوي دي.

په ولسي جرګې کې د بدخشان یوې استازې فوزیې کوفي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د دې ځمکې ښویيدو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

نږدې یوه کال مخکې هم د پرله پسې بارانونوله امله د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په کلي کې د ځمکې ښویيدو پیښې سلګونه کسان وژلي وو .