بغلان: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له ۲۰ډیرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتی

د بغلان چارواکي وایې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له 20 ډيرو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ولایت مطبوعاتي مسوول جاوید بشارت ازادۍ راډيو ته وویل چې دا عملیات تیره ورځ په مرکزي بغلان کې ولسوالۍ کې پیل شوي او تر اوسه دوام لري.

نوموړي وویل چې دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د امنیت د خرابیدو هڅه یې کوله.

خو وسله والو طالبانو بیا په دې ولسوالۍ کې د شلو وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي چې امنیتي چارواکي نه مني.