ملي امنیت په ننګرهارکې د څو ترهګریزو حملو مخنیوی کړی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایې چې په ننګرهارکې یې د څو ترهګریزو حملو مخنیوی کړی دی.

د دې ادارې خبرپاڼه وایي چې د تورخم – جلال اباد په لاره یې دوه مخالفین نیولي چې غوښتل یې په جلال اباد کې حملې وکړي.

دوي وایې چې له نیول شوو کسانو سره چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.