په کابل کې د جګړو د قربانیانو لسګونو کورنیو د انځورونو یو نندارتون پرانست

په کابل کې نن د ثور د اتمې په مناسبت د تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو د قربانیانو لسګونو کورنیو د انځورونو یو نندارتون پرانست او له افغان حکومته یې وغوښتل چې دا ورځ باید په شاندارو مراسمو ولمانځي.

دا نندارتون چې د شهیدانو د بنسټ له خوا د کابل په زرنګار پارک کې جوړ شوی وو، د مجاهدینو د وخت، د طالبانو د رژیم او له دوه زره لومړي کال وروسته د اوسني نظام د جګړو د قربانیانو انځورونه په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.

د دغو شهیدانو لسګونو کورنیو له حکومته وغوښتل چې جنګي مجرمین باید محاکمه کړي.

نن د ثور اتمه، د مجاهدینو د بري ۲۳ مه کلیزه ده.