د ملګروملتونو په یوه څیړنه کې اسراییل د هغو اوو بریدونو په ترسره کولو ملامته بلل شوې دي چې تیرکال په غزې کې د ملګروملتونو پر ښونځیو وشول او په کې لسګونه فلسطینیان مړه او ټپیان شول.
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون په دې اړه د څیړنو د راپور سره یوځای په یوخپاره کړي لیک کې ویلي:
″دا واقیعت غندم چې په غزه کې په ملګروملتونو پورې اړوند سیمو باندې چې د بیړنۍ سرپنا لپاره کارول کیږي د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۴۴ کسان وژل شوي او دوه سوه اوه ویشت نور ټپیان شوي دي.″
بانکي همدارنګه د فلسطیني وسلوالو له خوا د ملګرو ملتونوپه څو تشو مرکزونو کې د وسلو زیرمه کول او له هغه ځایه د بریدونو لپاره کار اخیستل هم غندلي.
د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د تیرکال د جولای د میاشتې په جګړوکې په غزه کېیو ویشت سوه ( ۲۱۰۰) فلسطنیان چې ډیر یې ملکي خلک وو ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
په دې جګړه کې اوه شپیته اسراییلي سرتیري او شپږ ملیکان هم وژل شوي وو.