د کندهارد عامې روغتیا ریس د نامعلومو وسله والو په حمله کې ټپي شو

د کندهارد عامې روغتیا ریس پرون ماښام د نامعلومو وسله والو په حمله کې ټپي شو.

د کندهارمطبوعاتي دفترمسوول صمیم خپلواک ازادۍ رادیو ته وویل چې د عامې روغتیا پر ریس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پرون د شپې اته بجې د کندهارښارپه څوارلسمه حوزه کې نامعلومو موټرسایکل سپرو برید کړی.

د خپلواک په وینا حمله کوونکي د پیښې له ځایه تښتیدلی.

په عین حال د کندهارد میرویس روغتون نوکریوال ډاکټرازادۍ راډيو ته وویل چې د عامې روغتیا ریس پر لاس او پښه ټپي شوی چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.