له اوږده ځنډه وروسته د کندهار او هرات ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

له اوږده انتظار وروسته افغان حکومت د کندهار او هرات ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي چې د محمداصف رحیمي د هرات او ډاکټرهمایون عزیزي د کندهار ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ د دې نویو والیانو د ټاکنې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، د دې والیانو په ټاکنه کې د دوی توانايي او وړتیا په پام کې نیول شوې او دوی هیلمن دي چې دواړه به وکولای شي په ښه توګه په هرات او کندهار د دولت انګشافي او ټولنیز پلانونه عملي کړي.

په داسې حال کې چې خلک د نویو والیانو د ټاکلو په ورو بهیراعتراضونه کوي، تواب غورځنګ وویل چې ډیر ژربه نورو ولایتونو کې هم د بدلونونو په اړه خلک خبر شي.