برومند: په افغانستان کې د میرمنو د جنسي ځورونې کچه لوړه شوې ده

د ماشومانو او ښځو د حقونو د څېړنو اداره وايي چې په ادارو، دفترونو او په عامو ځایونو کې ښځې له جنسي ځورونې او زور زیاتي سره مخامخ دي.

د دې ادارې د څیړنو د برخې مسوول قدرت الله برومند نن په کابل کې وویل چې په تېر یوه کال کې د دوی د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ښځو اونجونو پر وړاندې د جنسي ځورونې پيښې زیاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه راپور د ۳۵۶ کسانو سره تر مرکې وروسته چې د یادې پيښې ۳۴ قربیان هم په کې شامل وو؛ په کابل، کاپیسا، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې تر سره شوی دی.

پر همدې مهال د افغان حکومت د اجرایوي رییس سلاکارې حبیبې سرابي وویل چې د دغو ناوړه پيښو د مخنیوي لپاره باید خلک د حکومت سره همکاري وکړي.