په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او بادونو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د زیاتو ورښتونو او تیزو بادونو له امله د مړو شوو شمیر ۳۷ ته لوړ شوی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلا عاتو ویز مشتاق غني وویل؛ د طوفاني بادونو له امله شواخوا دوه سوه کسان ټپیان شوي دي.

ورښتونو او طوفاني هوايي ګڼمشیر کورونه تخریب کړي؛ اونۍ يې ماتې کړي او په ځنیو سیمو کې يې برېښنا هم قطع کړې ده.

د مشتاق غني په خبره د پیښور په ټولو روغتونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان پوځ د ژغورولو او مرستې رسولو د چارو لپاره ځپل شویو سیمو ته سرتیري استولي دي.