په کابل کې د مدني ټولنو لسګونه فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو له حکومته وغوښتل چې د فرخندې د وژلو په پيښه کې د ښکیلو کسانو په محاکمه کې بېړه وکړي.
د فرخندې د وژل کېدو دا دی څلویښت ورځې پوره شوې؛ خو تراوسه یې د عاملینو دوسیه په لویه څارنوالۍ کې نه ده بشپړه شوې او ټول عاملین یې هم لا نه دي نیول شوي.
اعتراض کوونکي چې د کابل ښار د شاه دوشمشېره زیارت مخې ته راټول شوي وو؛ له حکومت څخه وغوښتل چې په دغه پيښه ټول تورنو کسانو سره قانوني چلند وکړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې د فرخندې د وژلو په تور ۵۱ تنه نیول شوي چې ۲۰ تنه پولیس دي.