په بغلان کې ۳۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ۳۰ پروژې تر پشپړېدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د دې ولایت د کلیو او پراختیا ریاست ویاند مهراب الدین آزادۍ راډیو ته وویل چې دغه پروژې په تېره یوه میاشت کې په بورقه، نهرین، تالاوبرفک، خنجان، دوشي او مرکز پلخمري کې بشپړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په پروژ کې د څښاک د پاکو اوبو څاګاني؛ استینادي دیوالونه او یو شمېر نوري وړې پروژې شاملي دي.

هغه وویل چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به ۳۶۵۵ کورنۍ ګټه پورته کړي.