افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې د هېواد وسله وال ځواکونه د هرډول ګواښ د مقابلې توان لري.
د دولت رسمي خبري ویبپاڼې د دې بیان په خپرولو سره ویلي چې افغان ځواکونه د خلکو او د هېواد د ارزښتونو دفاع ته چمتو دي.
په بیان کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې افغان امنیتي ځواکونه به د دوی د امنیت ساتنه وکړي. بیان له دیني عالمانو، مدني ټولنو او له عامو افغانانو غوښتي دي چې د افغان ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او د ملي وحدت ساتنه وکړي.
د افغان حکومت له خوا دا بیان په داسې حال کې خپرېږي چې وسله والو طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی.