په سوریه کې دوه برمته شوي سویډنیان خوشې شوي دي.
دا کسان په سوریه کې د القاعده سره تړلي، جبهه النصره غړو په 2013 میلادي کال کې تښتولي وو.
د دوي د خوشې کیدو خبر نن، د سویډن د بهرنیو چارو د وزارت او په سویډن کې د فلسطین د سفارت په حواله خپور شوی دی.
د خوشې شویو کسانو هویت نه دی څرګند شوی.
د فلسطین، سویډن او اردن امنیتي ادارو له تیرو دوو میاشتو راهیسې د دې کسانو د خوشې کولو هڅې کولې.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې مارګوت والسټورم په یوه اعلامیه کې چې د سویډن خبري اژانس [TT] ته یې استولی، د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس او هغو ټولو کسانو چې په دې مسله کې مرسته کړې وه، مننه کړې ده.
د سویډن د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.