نیپالي چارواکي وايي چې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر [1341] ته رسیدلی دی.
چارواکو پرون [شنبه] وویل چې یوازې د پلازمینې په ګڼ میشتې سیمې کټمندو دره [Katmandu Valley] کې [ 524] تنه مړه شوي دي.
د زلزلې له امله د کورونو، دولتي ودانیو او تاریخي معبدونو د ویجاړیدو خبر ورکړ شوی دی.
په امریکا کې د جیولوژیکي څيړنو او سروې ادارې، د زلزلې شدت 7 اعشاریه 8 درجې ښودلی دی.
دې ادارې ویلي چې د زلزلې مرکز د کټمنډوڅخه اتیا کیلومتره لرې وو.
دا په تیرو۸۰ کلونو کې ترټولو شدیده زلزله ده چې په نیپال کې یې خلکو ته مالي او ځاني تاوان رسولی دی.