د افغانستان ولسي جرګې اجراییه ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا د یوه واحد بودجوي ارګان په توګه تصویب کړ.
ولسي جرګې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې دا کار وکړ.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر د دغه فرمان په اړه د وکیلانو د تصویب او یا رد رایه وغوښته:
"څوک چې د دولت د رییس د فرمان له مخې د یوه واحد بودجوي ادارې په توګه د اجراییه ریاست د دفتر او د وزیرانو شورا د درالانشا فرمان تاییدوي؛ شین او څوک یې چې ردوي سور کارت پورته کړي. نو دا فرمان تصویب شو."
ولسي جرګې تېره اوونۍ د یوه واحد بودجوي ارګان په توګه د اجرایه ریاست او د وزیرانو شورا د درالانشا پر راوستلو بحث وکړ.
که څه هم په دې اړه مخکې ځینې لانجې راپورته شوې وې؛ خو د خلکو استازیو اجرایه ریاست او د وزیرانو شورا دارالانشا د یوه بودجوي واحد په توګه تصویب کړ.