د عراق امنیتي ځواکونو د انبار ولایت په مرکز رمادي کې؛ یو مهم پُل د اسلامي دولت له ډلې نيولی دی.
عراقي چارواکي وایي چې د (حوز) په نوم دغه پُل د فُرات سیند پر سر دی او امنیتي ځواکونو تیره ورځ له دې ځایه د اسلامي دولت وسله وال په شا وتمبول.
د پولیسو یوه افسر مهدي عباس وویل؛ له څو میاشتو راهیسې دغه پُل د اسلامي دولت د ډلې له وسله والو سره و او د اکمالاتو یوه مهمه لار پر دې پله سپره ده.
د انبار چارواکو تیره اونۍ خبرداری ورکړی و چې دا بېره شته چې رمادي سقوط وکړي؛ خو په وروستیو ورځو کې عراقي چارواکي وایي چې د دې ښار له ځینو سیمو یې د اسلامي دولت ډله پسې اخیستې ده او ښار د دوی په کنټرول کې دی.