د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د سعودي عربستان شارژدافېر ورغوښتی چې ورته د رياض له خوا د بشري مرستو وړونکو ايراني الوتکو د مخنیوي په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.
د ايران رسنۍ وايي، سعودي الوتکو دوې بار وړونکي الوتکې اړايستلې چې د يمن له فضا څخه د اپرېل په ۲۳مه او ۲۴مه ووځي. د دوی په وينا، په دې الوتکو کې خوراک، دواوې او ټپي شوي يمنيان وو چې په ايران کې یې درملنه کېده.
ايسناISNA خبري اژانس د يوه سعودي ډیپلوماټ له خولې وايي: "دا د يمن په حکومتي چارو کې په سپينو سترګو لاسوهنه ده او د يمن د فضايي حريم له احترام څخه سرغړونه ده."
د ايران یوه بل خبري اژانس، تسنيم خبري اژانس وويل چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سره صليب نړيوالې کميټې ته هم شکايت کړی دی.
د يمن فضايي حريم د سعودي عربستان په مشرۍ د ايیتلاف له خوا کنترولیږي. دغه اييتلاف په تېره مياشت کې د حوثي ياغيانو پر ضد هوايي حملې کړي دي.
سعودي عربستان او امريکا پر ايران تور لګوي چې حوثيانو ته وسلې ورکوي؛ خو تهران دا خبرې ردوي.