د یمن د ولسمشر د پلویانو او شیعه یاغیانو ترمنځ په نښته کې ۲۷ کسان وژل شوي

نن په يمن کې لږ تر لږه ۲۷ کسه په داسې حال کې وژل شوي چې د شيعه ياغیانو او يمن د ولسمشر عبدالربه المنصور هادي د پلويانو تر منځ نښته پيل شوه.

د فرانسې خبري اژانس د ځايي چارواکو له خولې وايي؛ څلور د هادي پلويان او شپږ حوثي ياغیان د شمالي ښار عدن سره نيږدې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې په ختيځ ښار لودر کې د هادي پلويانو د لاسي بمونو په حمله کې نهه شيعه حوثيان وژلي دي.

په عدن کې په داسې حال کې درنې نښتې روانې وې چې د سعودي عربستان په مشرۍ هوايي بمباریو د ياغيانو ځايونه په نخښه کول.

دا نښتې په داسې حال کې دي چې د نورو هېوادونو له خوا د اوربند غوښتنه شوې ده او ملګري ملتونه وايي؛ په دې جګړه کې د مارچ د مياشتې راهيسي؛ تر ۱۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي چې ۱۱۵ يې کوچنيان وو.