د افغانستان ولسي جرګې نن د مالیې وزیر استجواب کړی دی.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د مالیې له وزیر اکلیل حکیمي نه د څو قراردادونو او د فساد د ځینو اوازو په اړه پوښتنې مطرح کړې.
ښاغلی حکیمي اوس وخت د ولسي جرګې د وکیلانو پوښتنې ځوابوي.
دا لومړی ځل دی چې د مالیې د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته ښاغلی حکیمي ولسي جرګې ته د پوښتنو د ځوابولو په هدف غوښتل کیږي.