هند افغانستان ته ۳ "چیتال" هلیکوپټرې ورکړې

هند افغانستان ته د چیتال په نامه دري هلیکوپتر او مربوط وسایل ورکړي دي.

د هند دفاع مرستیال وزیر "راو اندرجیت سنګ" ولسي جرګې ته نن وویل؛ دا هلیکوپټرې د اپریل په نهمه افغانستان ته استول شوي وو او د اپریل په پنځلسمه افغان پيلوټانو په هوا کې وازمایلي.

سنګ وویل، دا درې هلیکوپټر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي تړون له مخې ورکړل شوي دي.

د چیتال عصري هلیکوپټرو څخه د اشخاصو په انتقال؛ اکتشافي هدفونو او د سمیې د څارنې په برخو کې کار اخیستل کیږي او دغه راز په لوړه ارتفاع کې الوتنه هم کولای شي.