په پیښور کې نن د پولیسو ماموریت بهر بمي چاودنه کې شپږ پولیس او درې تنه ملکیان ټپیان شول.
چارواکي وایي، چاودنه په ګلبهار کالونۍ کې د یوه پله لاندې د پولیسو د ماموریت مخې ته وشوه.
د دوه تنو ټپي شویو پولیسو حالت نازک دی.
پولیس وایي، د ماموریت مخې ته ساختماني چارې روانې وې.
د چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.