د قرغزستان جمهور رییس الماس بیک آتمبایف د هېواد د صدراعظم جومرت اتوربایف او د هغه د حکومت استعفی ومنله.
اتوربایف پرون د قرغزستان د سروزو کان د استخراج پر سر د اختلافاتو له امله استعفی کړی وه.
د درېيو ګوندونو ایتلاف باید په پنځلسو ورځو کي نوی صدارعظم وټاکي.
د قرغزستان حکومت د "کومتور" د سروزرو کان یو پر درېیمه برخه ونډه لري او نوره ګټه یې کاناډایي کمپنۍ سینټیرا ته رسیږي.