طالب وسله والو به کونړ کې د عزم په نامه پسرلني عملیات پیل کړي دي

وسله والو مخالفانو په کونړ ولایت کې د افغان دولت پر ضد د عزم په نامه پسرلني عملیات پیل کړي دي.

د کونړ سیمه ییز چارواکې وایي، وسله والو د دې ولایت په څلورو بیلا بیلو برخو کې د پنجشنبې له ماښامه تر نن سهاره پر امنیتي پوستو حملې کړي دي.

د کونړلایت امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خیل آزادي راډيوته وویل؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې حمله کې یو پولیس ټپي شوی او دوه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د سید خیل په وینا، په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو د حملې له امله یو سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.

د کونړ ولایت امنیه قوماندان دغه راز وویل؛ په وټه پور او اسعد اباد کې هم ورته حملې شوي؛ خو د تلفاتو شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم.