مظاهره کوونکي: حکومت دې د وسله والو پروړاندې له دوه ګوني سیاسته لاس واخلي

په غورولایت کې د "روند سبز" په نامه بنسټ غړیو مظاهره وکړه او له دولته یې وغوښتل چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې دې له دوه ګونې سیاست څخه لاس واخلي.

په سیمه کې د آزادي راډيوخبریال وایي؛ مظاهره کوونکو له حکومته وغوښتل چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې دې مشخصه کړنلاره جوړهاو خلکو ته دې یې وړاندې کړي.

مظاهره کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړ.

د مظاهرې ګډونوالو دغه راز له حکومته وغوښتل چې د ۳۱ مسافرو د خوشې کولو په برخه کې دې جدي هلې ځلې وکړې.