د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې تازه راپور وایې چې انتخاباتي کمیسیونونو تیرکال د انتخاباتو پرمهال ۳۶ ځله قوانین مات کړي دي.
دغې موسسې نن د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه خپل یو کلن څیړنیز راپور خپور کړ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ځینو مواردو کې له قانونه سرغړونه تاییدوي خو زیاتوي چې دا کار د اړتیا پر اساس کیده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایې، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون لپاره یې رییس ټاکلی او ډیرژربه دا کمیسیون په کار پيل وکړي.