د افغان حکومت د اجرایوي ریاست یوه سرچینه وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د ریاست لپاره د جانداد سپین غر پرټاکلو هوکړه شوې ده.
د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادۍ راډیو سره خبرو کې تایید کړه چې ولسمشر او اجرایوي رییس د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون لپاره د رییس پرټاکلو هوکړه کړې خو په دې برخه کې د چا نوم یاد نه کړ.
ښاغلي فیصل زیاته کړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون مشر به ډیر ژر وټاکل شې چې ورسره سم به دغه کمیسیون خپل کارونه هم پیل کړي.
پخوا تر دې ولسمشر شکریه بارکزۍ د دې کمیسیون مشري ته ټاکلې وه چې د اجرایي ریاست له مخالفت سره مخ شوه.