د افغانستان ولسي جرګې یوځل بیا د افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دفاع وزارت لپاره کاندید وزیر ژرترژره معرفي کړي.
د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالروف انعامي نن ازادۍ راډیو ته وویل چې د هېواد روان امنیتي وضعیت ته په کتو افغان حکومت ته پکارده چې د دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیر ترڅنګ لوی درستیزهم معرفي کړي.
تردې مخکې د ولسمشرغني ویاند اجمل عبید عابدي ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې ولسمشر غني بله خلکو سره ترخبرو او مشورو وروسته د دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیرپه اړه پریکړه وکړي.