امریکا د ″محمد مرسي″ او هغه پلویانو ته د بند سزا د اوریدو له کبله اندیښنه وښوده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې مصرۍ محکمې له لوري د پخواني ولسمشرمحمد مرسي او هغه پلویانو ته د ۲۰ کلن بند سزا د اوریدو له کبله اندیښنه وښوده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف وویل چې واشنګټن به د دې محکمې د پریکړې پراساساتو غور وکړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ په دې اړه وایي:

″متحده ایالات د دې سزا له کبله اندیښنه لري.

ټول مصریان له سیاسي تړاوونو سره سره د دې وړدي چې باید د قانون له مخې په مساوي او سمه توګه چلند ورسره وشي چې په دې کې د محاکمې په دوران کې د دوی د حقونو درناوی هم شامل دی.″

د قاهرې جنایې محکمې د مرسي لپاره دا پریکړه پرون د اپریل ۲۱ وکړه او هغه یې په ۲۰۱۲ کال کې د ده د حکومت په وړاندې مظاهره چیانو په نیولو او ځوروني تورن کړ.

د مرسي پلویان د هغو کسانو په وژلو تورن شوي چې د مرسي په وړاندې یې اعتراضونه کړې وه.

دا پیښې د ۲۰۱۳ کال په ډیسمبرکې د ولسمشرۍ ماڼۍ دباندې وشوه.

هغه مهال د مرسي پلویانو پرحکومت ضد اعتراض کوونکو برید وکړ او لږترلږه ۱۰ کسان په کې ووژل شوه.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۳ کال کې مرسي د مصر د پوځ له خوا له واکه لېرې کړای شو دی او د اخوان المسلمین نور زرګونه غړي څو ځلي محاکمه شوي دي.