هندوستان د مخدره موادو يوه ۲۰۰ کيلو ګرامه بسته د پاکستاني قاچاق وړونکو له بيړۍ څخه لاسته راوړې ده.
د هندوستان دفاعي چارواکو پرون وویل، دا مخدره مواد چې شااو خوا ۱۵ میليونه ډالر ارزښت لري او په عرب سمندرګي کې ضبط شوي دي، په اغلب ګمان له افغانستانه راغلي دي.
د هند د بحري قواو وياند ډي کې شرما وويل چې د ماهيګيرانو د جاليو په مرسته د مخدره موادوانتقال د پاکستاني قاچاق وړونکو نوې ستراتيژي ده.
د مخدره موادو پرضد د هندوستان ادارې پرون وويل چې په روان کال کې يې د دغه هېواد د اردو مرسته غوښتې ده ترڅود پاکستان له لارې او په ځانګړې توګه له سرحدي سيمې کشميرڅخه د افغانستان د مخدره موادو مخه ونيول شي.
د ملګروملتونو چارواکي وايي، مخدره مواد چې له هندوستانه له راتلونکو مسافرو څخه د کابل په هوايي ډګرکې نيول کيږي، زيات شوي دي.