مدویدېف: د روسيي اقتصاد۲۵ میليارده يورو زيانمن شوی دی

د روسيې صدراعظم دیمتري مدویدېف پرون ويلي چې د هېواد اقتصاد يې د لويديځ بندیزونوله لاسه شااو خوا ۲۵ مليارده يورو زيانمن شوی دی او سږکال دا زيان نورهم زياتېدلی شي.

پارلمان ته پراقتصاد د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال مدویدېف وويل، د روسيې سيمه يېزخالص عوايد د ۲۰۱۵م کال په لومړيو څلورو مياشتوکې دوه فيصده کم شوي دي.

په سيمه يېزو خالصو عوايدو کې دغه کموالی که تاييد شي، دا به د ۲۰۰۹ کال د ژوراقتصادي رکود راهيسي د روسيې لومړی څلور مياشتنی د خالصو عوايدو کموالی وي. مدویدېف وويل:

″د روسيې په تاريخ کې د شوروي اتحاد له سقوطه وروسته، د لومړي ځل لپاره، زموږ هېواد د دوو بهرنيو ضربو تر اغېز لاندې دی.

يو دا چې د تيلو په بيو کې زيات کموالی راغلی او دوهم د کمساري سختو اقتصادي بنديزونو تر فشار لاندي يو.

موږ هيڅ کله له داسې پرله پسې ستونزو سره نه يو مخامخ شوي.″

د مدویدېف له خوا د روسيې د اقتصادي وضعيت ارزونه ډېره مستقيمه وه ځکه چې مخکې د اپرېل په ۱۶مه د روسيې ولسمشر ولاديميرپوټين خپلو هېوادوالوته ويلي وو چې د روسیې اقتصاد له خرابه حالته وتلی دی.