هغه ۱۹ تنه ماین پاکوونکې چې دوې ورځې وړاندې د پکتيا ولایت د مرکز ګردېز ښار په بنوزيو سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي وو؛ نن له غرمې وروسته خوشې شول.
په پکتيا کې د سټرلینګ په نوم د ماين پاکۍ موسسې ۱۹ تنه کارکوونکي د يکشنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي وو چې د پکتيا د حکومتي چارواکو په هڅو او د يو شمېر قومي مشرانو په منځګړتوب نن سه شنبې له غرمې وروسته خوشې شول.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي؛ دا کسان د يو شمیر قومي مخورو مشرانو په منځګړتوب خوشي شول.