چارواکي وايي په بدخشان کې تر ۴۰۰ زیات بهرني وسله وال فعالیت کوي

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې تر څلورسوو زیات بهرني وسله وال فعالیت کوي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار آزادۍ راډیو ته وویل چې د دغو کسانو زیاته برخه د جرم ولسوالۍ په خستک درې سیمه کې راټول شوي دي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه چې په دغو وسله والو کې چیچینایان؛ قزغزي، قرغزستاني او ازبکستاني وسله وال شامل دي چې ځینو یې خپلې کورنۍ هم راوستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو په حمله کې د ملي اردو ۳۰ سرتېرې مړه او ټپیان شول.