د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ د دې ولسوالۍ او ولایت ترمنځ دغځېدلي لارې د بندیدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکو آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې دغه لار د تېرو پنځو ورځو را په دې خوا د نا امنیو له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.
دوی وايي چې د سیمې امنیتي چارواکو تر دا مهاله د دغې لارې د خلاصولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
پر همدې مهال د سرپل امنیه قومندان حبیب ګلبهاري آزادي راډیو ته وویل؛ دوی هڅه کوي چې په سیمه کې د امنیتي پوستو په اچولو سره د دغې لارې امنیت خوندي کړي.