د کندهار د اتمې امنیتي حوزې په دننه کې د چاودنې له امله یوه مېرمن وژل شوې او د پنځو پولیسو په ګډون لس ملیکان ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي آزادۍ راډیو ته وویل چې دا چاودیدونکي مواد څه موده مخکې د پولیسو له خوا د عملیاتو پرمهال نیول شوي وو چې نن سهار یې چاودنه وکړه.
اطرافي وویل چې په دغه چاودنه کې وسله وال مخالفین هیڅ لاس نه لري؛ بلکې دغه موادو خپله چاودنه کړې ده.
د کندهار د میرویس روغتون نوکریوال ډاکتر رسنیو ته ویلي چې د پیښې له ځایه یو جسد او ۱۴ ټپیان ورته راوړل شوي دي.