په هرات کې صنعتکارانو او سوداګرو د ایسا ادارې پرضد اعتراض کړی

پرون د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو د ایسا له ادارې څخه دوی ته د تجارتي مځکو د نمرو د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال په خپل راپور کې وايي؛ په یوه اعتراضي غونډه کې دې پانګوالو له حکومت څخه وغوښتل؛ هغه مځکې دې دوی ته وروسپاري چې مخکې یې د پیسو په بدل کې اخیستي دي.

د هرات ولایت د صنعت کارانو د ټولنې مشر حمیدالله خادم په دې اړه وویل:

”له څلور پنځو کلونو راهیسې پیسې تحویل شوي. خلک د نمرو د ویش په تمه دي. خو په دې وروستیو کې خبر شو چې ایسا ادارې یو جریب مځکه د دېرش زرو ډالرو په بدل کې ویشلې ده. موږ سره د بانک اسناد دي چې رسماً پیسې حکومت ته سپارل شوي. یو یا دوه کسان نه دي په سلګونو دي.“

دا اعتراضونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې راپورونه وايي؛ د ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې اداره غواړي د دې تجارتي نومرو د ویش په اړه له سره غور وکړي.