د یمن په صنعا کې د وسلو پر یوه زېرمتون حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

پرون د یمن په مرکز صنعا کې لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي. دا مرګ ژوبله په هغو چاودنو کې اوښتي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د توغندیو یو ډیپو (زیرمتون) بمبار کړ.

روغتیايي چارواکي وايي، د فاج اتن (Fajj Attan) پر پوځي اډه بمبارۍ د نورو چاودونو سبب شوي دي.

چاودونو د دې پوځي اډې شا او خوا کورنه او موټرې هم ویجاړې کړې دي. ویل کیږي چې تلفات تر ډیره ملکي خلکو ته اوښتي دي.

بل خوا په سلګونو خلک له دې بمبارۍ وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

دا پوځي اډه د یمن د جمهوري پوځ د توغندیو لوا ده چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار سرتیري په کې پراته دي.

دا ځواکونه د حوثي ملیشو سره یوځای شوي او د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

حوثي یاغیانو تېر کال کې د یمن پایتخت صنعا ونیوله او دا مهال د دې هېواد د عدن د ساحلي ښار د نیولو لپاره په جګړه بوخت دي.