د تاجکستان په رشت سیمه کې ښځینه ښوونکو ته خبرداری ورکړل شوی

په تاجکستان کې چارواکي وايي، د دې هېواد په رشت ولایت کې په یوه لیک کې چې له یوه ناڅرګنده ځایه خپور شوی، ښځینه ښوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که له کاره لاس وانخلي، وبه وژل شي.

رشت یومهال په تاجکستان کې د اسلامي اپوزیسیون ډلو د فعالیت مرکز وو.

په رشت کې یوه سیمه يیز چارواکي ویلي چې هغو کسانو چې دا لیک یې پرون د قمراب په کلي کې ښوونځي ته ور اچولی، د تاجکستان دوې نقشې هم سوځولې دې.

د تاجکستان پولیسو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.