جلاله: افغان پوځیان نواپاس ته ورسېدل او خپل ملګري یې له کلابندۍ وژغورل

چارواکي وايي، افغان ځواکونه د هغو سرتېرو مرستې ته رسېدلې دي چې له یوې میاشتې راهیسې په کونړ ولایت کې کلابند وو.

د کونړسرپرست والي شجاع الملک جلاله ازادۍ راډیو ته وویل چې افغان پوځیان پرون ماسپښین ډیورنډ کرښې ته څېرمه نواپاس ته ورسېدل او خپل ملګري سرتېري یې له کلابندۍ وژغورل.

ښاغلي جلاله وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونواو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده:

″ملي اردو یو شهید او درې زخمیان لري او د مخالفینو خو د اورېدو له مخې تر شپږو پورې مړي او لسو پورې زخمیان دي.″

د کونړسیمه ییز چارواکي وايي چې نواس پاس ته د غځېدلې لارې په اوږدوکې به یو شمېرامنیتي پوستې جوړې شي څو دا لویه لاره له دې وروسته د خلکو پرمخ پرانیستې وي.