افغانستان او ایران د داعش پر ضد د مبارزې لپاره د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه

د افغانستان او ایران ولسمشرانو نن (یک شنبه) د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره په خپلو کې د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په تهران کې وویل؛ زموږ خلک هره ورځ مري او موږ له بربریت سره مخامخ یو.

د ایران د خبري رسنیو په حواله، دواړو ولسمشرانو نن په تهران کې په خبري غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د تروریزم پر وړاندې د ګډو پوځي عملیاتو د پيل امکان هم یاد کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دواړه هېوادونه د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته او د اړتیا په صورت کې ګډو پوځي عملیاتو ته ضرورت لري.

روحاني ویلي، دا ځکه چې په سیمه کې شته ګواښ په یوازې یوه هېوادو پورې محدود نه دی او د خورېدو په حال کې دی.