مسکو د روسیې او یونان ترمنځ د ګازو د نل لیکې د موافقې په اړه راپور رد کړ

په مسکو کې چارواکو پرون (شنبه) د روسیې او یونان ترمنځ د ګاز د نل لیکې د موافقې په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل.

د جرمني دیر شپيګل مجلې [Der Spiege] د یونان د سریزا ګوند د یوه مهم غړي په حواله ویلي وو چې د مسکو او اتن ترمنځ دا موافقه ښايي د اپریل تر یوویشتمې لاسلیک شي.

د دې چارواکي نوم نه وو اخیستل شوی او په حواله یې ویل شوي وو چې دا موافقه به یونان ته ۵ میلیارده ډالر ګټه ورسوي.

خو د کریملن ویاند پرون (شنبه) دا رپوټ رد کړ او ویې ویل چې داسې موافقه نه شته.