د افغان کابینې شپاړسو کاندید وزیرانو ټولو نن د ولسي جرګې د باور رایه خپله کړه.
د ولسي جرګې له خوا د دغو شپاړس کاندید وزیرانو په تایید سره له دفاع وزارت پرته د افغان حکومت نوې کابینه هم بشپړه شوه.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې وویل:
"محترمو وکیلانو له معرفي شویو شپاړسو کاندید وزیرانو څخه د اجنډا له مخې ټول د ولسي جرګې د تایید وړ وګرځیدل."
په تایید شویو کاندید وزیرانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.
د افغان کابینې لپاره نوي وزیران په داسې حال کې تایید شوي دي چې د ملي وحدت د حکومت له رامنځته کیدو شاوخوا اوو میاشتې تیریږي.