اوباما د خلیج د همکاریو د شورا له غړو سره راروانه میاشت غونډه کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادو مشران سپینې ماڼۍ او کمپ ډیویډ ته د خبرو لپاره ور بللي دی.

د سپنې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون (جمعه) په یوه خبر پاڼه وویل چې ولسمشر اوباما به د مې د میاشتې په دیارلسمه په واشنګټن کې د کویټ، عمان، بحرین، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د مشرانو سره وګوري.

دوی به د مې د میاشتې په څوارلسمه په کمپ ډیویډ کې د ولسمشر اوباما میلمانه وي.

خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې به ولسمشر اوباما او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو مشران په خپلو کې د امنیتي همکاریو پر پراختیا د خبرو ښه موقع ولري.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه د شوې تفاهم له امله؛ ولسمشر اوباما غواړي د خلیج عربي هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې واشنګټن له دوی سره خپلې ملګرتیا ته متعهد دی.

سعودي عربستان دا اندیښنه لري چې د ایران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو ترمنځ شوی تفاهم ښايي ایران ته د اټمي وسلو د جوړولو موقع ورکړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي، عربي ځواکونو تېره میاشت په یمن کې د شیعه حوثي وسله والو پر ضد چې ایران یې ملاتړ کوي؛ هوايي عملیات پيل کړل.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه وروستۍ موافقې ته تر رسېدو پورې به تهران تر بندیزونو لاندې وي.

جمهور ریس اوباما پرون (جمعه) په واشنګټن کې د ایټالیا له صدراعظم متیو رنزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

"موږ موافقه کړې چې تر څو چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه وروستۍ موافقه کیږي؛ پر دې هېواد لګیدلي بندیزونه به په شدت او جدیت دوام ولري."

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونه یا 5+1 د اپریل په دوهمه د تهران د اټمي پروګرام په اړه ابتدايي تفاهم ته ورسیدل. پر دې اساس وروستۍ موافقه به د ایران د اټمي پروګرام د بندیدو په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالو بندیزونه لرې کړي.

وروستۍ موافقې ته د روان کال د جون د میاشتې تر پایه وخت ورکړ شوی دی.